د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دي چې د هیواد یوې برخې د پوځ د غیر سیاسي کولو پریکړه په منفي ډول واخسته

0
199

باغي ټي وي رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې يوې ډلې دپوځ دغير سياسي کولو فيصله کړې ده اؤ دپاکستان پوځ به دپروپېگنډې اؤ دروغجنو بيانونو باوجود دغير سياسي پاتې کيدو فيصله کوي.
خليج ورځپاڼې ته په مرکه کې دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه وويل دپاکستان پوځ تل دداخلي ګډوډۍ په کنټرولولو کې کردار ادا کړى دى، دپاکستان پوځ دپوځي ډيپلوماسۍ له لارې په نړيوال سياست کې توازن ساتلى دى.

دپوځ سرلښکر وويل دځينو خلکو لخوا دپوځ په غير سياسي فطرت نيوکې شوې دي، دپوځ غير سياسي فطرت جمهوري اقدارو ته وده ورکوي.دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد جاويد باجوه وئيلي دي چې پوځ به دپروپيگنډې اؤ دروغو بيانونو باوجود دغير سياسي پاتې کېدو په خپله فيصله کلک ولاړ وي، دپوځ غير سياسي کول به په پاکستان کې سياسي ثبات ته وده ورکړي.

دپوځ سرلښکر زياته کړه چې دپوځ غير سياسي فطرت به دخلکو سره خپلې اړيکې مضبوطوي.

Leave a reply