د انګستان ټیم کپتان د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستو په اړه اعلان، وزیراعظم شهباز شریف ی ستاینه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
د انګلستان د ټیسټ لوبډلې کپتان بین سټوکس په پاکستان کې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره لوی اعلان کړی دی.
د انګلینډ کپتان بین سټوکس اعلان کړی چې د پاکستان خلاف د ټیسټ سیریز ټول فیس به د سیلاب ځپلو سره مرسته کوي.
بین سټوکس وویل چې د روان کال په لومړیو کې په پاکستان کې د ویجاړونکو سیلابونو په لیدلو ډیر خواشینی شو.
اوس د بن سټوکس پر دغه اقدام د پاکستان د لومړي وزير ميا محمد شهباز شريف غبرګونونه راغلي دي.په خپل ټویټ کې لومړي وزیر وویل “مونږ د انګلستان کپتان یو سټوکس د دې نوښت ستاینه کوو چې د ټیسټ سیریز څخه د خپل ټول میچ فیس سیلاب ځپلو ته وقف کړي، وزیراغظم اوویل له مصیبت ځپلو سره خواخوږي ډیر یو لوی او غوره کار دې.
وزیر اعظم زیاته کړه چې د بین سټوکس دغه روحیه د برتانیې د انسان دوستۍ د روایت څرګندونه ده.د یادولو وړ ده چې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډله له ۱۷ کلونو وروسته د پاکستان په خاوره کې د ټیسټ سیریز لوبولو لپاره اسلام اباد ته رسیدلې ده.د انګلینډ او پاکستان ترمینځ به د درې یو ورځنیو لوبو سیریز د دسمبر په لومړۍ نیټه پیل شي.





