د خیبر پښتونخوا حکومت وینا د پی ټي آیی خفه غړیو ته ننګونه کړې چې مخامخ دې راشی او د استعفی مخالفت دې وکړي

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف ناراضه غړو ته چیلنج کړی چې د استعفی د مسلې په اړه دې مخامخ راشي او د استعفی مخالفت دې وکړي.
بیرسټر سیف له ګوند سره د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ځینو غړو ناراضي رد کړه، خو ناراضه غړو ته یې د وړاندې راتللو ننګونه وکړه.
د خبريال د پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې که څوک د ګوند له دريځ سره موافق نه وي نو مخې ته به راشي او وګوري.
ده ووئيل د اسمبلۍ زياتره غړي به د ګوند په پرېكړه عمل كوي، كومه فيصله چې مخې ته راځي هغه به عملي كوي۔ياده دي وي چي تيره ورځ د پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په مشرئ کښي د پنجاب او خيبرپښتونخوا اسمبلئ نه د استعفي ورکولو په اړه مشورتي غونډه شوي وه چي پکښي مهم فيصله شوي وه۔
د غونډې وروستو د لاهور زمان پارک نه بهر ميډيا سره خبرو كښې فواد چوهدري ووئيل چې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ تحلیل كولو منظوري وركړې شوې ده۔






