د امارت اسلامی افغانستان نورو ګروپونو ته خبردارۍ
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان او د افغانستان نه بهر وسله والو ډلو ته خبردارۍ ورکړې دې چې دوی دې افغانستان د بل هیواد په ضد استعمال نه کړي، طالبان وایی چې دوی به کله هم دې ګروپونو ته اجازت ور نه کړي چې د ګروپونه د افغانستان خاوره د چا په ضد استعمال کړي.
د افغانستان یو خبریال حسن عبدالله په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې سرچینو ماته تصدیق کړ چې طالبانو په افغانستان کښې ګروپونو ته ویلي دې چې دا خاوره دې د کوم هیواد په ضد کله هم استعمال نه کړي.
خبریال حسن عبدالله زیاتوي چې د طالبانو سرچینو ویلي دې چې دوی القاعده، تحریک طالبان پاکستان او نور وسله وال ډلې ددې نه منع کړي چې افغانستان خاوره د چا په ضد استعمال کړي. یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان د اطلاعاتو مرستیال وزیر ذبیح الله هم په ډیرو موقعو او په خبري غونډو کښې ددې خبرې تکرار کړې دې چې د افغانستان خاوره به د هیچا په ضد هم استعمال نه کړي او نه به بل کوم ګروپ له اجازت ورکړي چې افغان خاوره د چا په خلاف استعمال کړي.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان له طرف نه تراوسه پورې ددې خبرې تصدیق نه دې شوې چې دوی ګروپونو ته خبردارۍ ورکړې چې افغان خاوره دې د چا په ضد استعمال نه کړي خو وخت په وخت طالب مشرانو داسې بیانونه جاري شوي چې دوی وسله والو ډلو ته ویلي دي چې افغان خاوره دې د هیچا خلاف هم استعمال نه کړي او نه به امارت اسلامی ددې اجازت ورکړي.
Multiple sources tell me the Afghan Taliban has informed groups like Al Qaeda, TTP, IMU and ETIM that they cannot use Afghan soil to attack other countries including the US, Pakistan, China and Uzbekistan.
— Hasan Abdullah (@journalisthasan) September 29, 2021