طالبان: د برښنا سمون زموږ لومړیتوب دی

0
59

طالبان: د برښنا سمون زموږ لومړیتوب دی

 

د برېښنا چارو سمون د اسلامي امارت لومړیتوب دی
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او برېښنا د مسؤل پلاوي مشر د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو ته د چارو د لا سمون په اړه لازمې سپارښتنې وکړي.

 

(2021 /8/ 18 نېټه باغي ټلویزیون)
په هغه غونډه کې چې نن مازدیګر د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او برېښنا د مسؤل پلاوي مشر مولوي صالح محمد وردګ په مشرۍ جوړه شوه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او مرکز کې د برېښنا تأسیساتو د خوندیتوب، هېوادوالو ته د غوره برېښنايي خدمتونو وړاندې کولو او برېښنايي تجهیزاتو په لګولو کې د روڼتیا په را منځته کولو باندې ټینګار وشو.
په غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي ریاست او د عمومي اجرائيوي ریاست سرپرست انجنیر صفي الله احمدزي ډاډ څرګند کړ، چې د برېښنا شرکت مسؤلین او کارکوونکي شپه او ورځ په پوره ریښتینولۍ، مسلکي توب، خپلو ځوریدلو خلکو ته په دوامداره توګه د برېښنا په برابرولو او رسولو کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي.
د یادولو وړ ده چې په دې ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت د بېلابېلو ادارو رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وه.

Leave a reply