پاکستان دې دنیا ته د هند تور مخ ور څرګند کړي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان عوام د پاکستان کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې چې د هند سازشونو او د دروغو پروپیګنډې دې ټولې نړۍ ته ور په ګوته کړي، هند اول د نیوزي لینډ ټیم ته جعلی او د دروغو د امنیت ستونزو خبرونو خپاره کړل چې ددې اثر دا وشو چې نیوزي لینډ په پاکستان کښې د لوبه کولو نه انکار وکړو.
د لوبو مینه وال ، ځوانان او پاکستاني لوبغاړي غوښتنه کوي چې د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجه دې په پاکستان کښې نړیوال د کرکټ یو شریک ټورنامنټ راجوړ کړي چې د هند دغه سازش په مکمل توګه ناکام کړي.
په پاکستان کښې د نیوزي لینډ کرکټ لوبغاړو له طرف نه د لوبې نه انکارکولو باندې د نړۍ کرکټ لوبغاړو او نور د لوبو مینه والو د نیوزي لینډ ټیم او د نیوزي لینډ په حکومت سخت تنقید کړې دي چې د کرکټ لوبه شروع کیدو په ورځ ی د لوبه کولو نه انکار وکړو.
په هغه ورځ چې د نیوزي لینډ لوبغاړو د پاکستان ټیم سره د لوبه کولو نه انکار وکړو ، د پاکستان وزیر داخله شیخ رشید یوې خبري غونډې ته په وینا کښې اوویل چې دا کار دیو سازش لاندې وشو چې د نیوزې لینډ ټیم لوبغاړو دستانې هم اچولې وۍ او د لوبه کولو نه ی انکار وکړو. د جنوبي افریقۍ د لوبو خبریال په خپل یو کالم کښې په نیوزي لینډ ټیم سخت تنقید کړې دې، هغه خبریال لیکي چې پاکستان د کورونا وبا په وخت کښې هم عملي کوششونه کړي وو چې په نړۍ کښې کرکټ جاري وی او چې وس دوی ته هیڅ د امنیت ستونزه نه وه نوی د نیوزي لینډ ټیم په پاکستان کښې د لوبه کولو نه انکار وکړو.