انډس هایی وې باندې ترافیکی پیښه شوې، د یو خاندان ۵ غړي وژل شوي دي

0
83

باغی ټي وي رپورټ
لاڑکانہ: د پاکستان سندهه صوبې پر لویه لار د دهند (لوګي) له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي دي.

دپوليسو ترمخه دغه پيښه دخيبرپور جوسو گوټ سره نزدې په انډس هاي وے دخراب له امله شوې ده.

دپوليسو له لوري ويل شوي دي چې په انډس هاي وے لویه لار د ګرد له امله يو موټر اؤ ټريکټر ټکر کړى اؤ دپيښې په نتيجه کې ديوې کورنۍ 5 غړي وژل شوي دي.

پوليس وائي چي مړي ئي هسپتال ته منتقل کړي دي او پيښه کښي ئي پلټني هم شروع کړي دي۔
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم سیهون کښې د ټال پلازا سره نزدې د انډس های وے باندې د مسافر وړونکي وین کندې سره د غورځیدو له امله د 12 ماشومانو په شمول 20 کسان مړه او 13 ژوبل شوي دي.

د پوليس وينا ده چي د سيلابي اوبو د ويستلو لپاره په انډس هائي وے باندي کټ لګولي شوي وو چي د سيلابي صورتحال دوه مياشتي تيريدو باوجود هم دغه کټ او کنده نه ده ډکه شوي چي له وجي ئي دغه حادثه رامخي ته شوي ده، مړي او زخميان د عبدالله شاه طبي علومو انستیتوت ته لیږدول شوي دي

د ایس ایس پي عمران قریشي په وینا په دغه پیښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د عبدالله شاه د طبي علومو د انستیتوت رییس ډاکټر معین صدیقي وايي، په وژل شویو کې ۸ ښځې، ۶ هلکان او ۶ نجونې دي.

Leave a reply