لفټننټ جنرال فیض حمید پریکړه کړې چې د وخت نه وړاندې به ریټایر شي

باغی ټي وي رپورټ
د ليفټننټ جنرل اظهر عباس نه پس ليفټننټ جنرل فيض حميد هم د وخت نه مخکي ريټائرمنټ اخستلو فيصله کړي ده۔
دسرچينو ترمخه پخواني ډي جي ائي ايس ائي ليفټننټ جنرل فيض حميد دمخکينۍ ريټائرمنټ فيصله کړې ده.
ياده دې وي چې تېره ورځ د سرچينو لخوا خبرونه مخې ته راغلي وو چې ليفټننټ جنرل اظهر عباس هم د وخت نه د تقاعد فيصله کړې ده.
ليفټننټ جنرل اظهر عباس او ليفټننټ جنرل فيض حميد د جي ايچ کيو لخوا د آرمي چيف د ټاکلو لپاره لېږل شوي تر ټولو لوړ رتبه افسران دي.
دا خبره د یادونې ده چې چيف آف جنرل سټاف ليفټننټ جنرل اظهر عباس د وخت نه مخکي ريټائرډ کولو فيصله کړي ده۔د لیفټیننټ جنرال اظهر عباس کورنۍ سرچینو رسنیو ته د هغه وخت دمخه تقاعد تایید کړی دی.
ليفټننټ جنرال اظهر عباس د راتلونکي کال په اپرېل کې تقاعد کېده او د نومبر په ٢٧مه به ليفټننټ جنرل اظهر عباس د سينئر ليفټننټ جنرلانو په فهرست کې په دوهم نمبر وې.






