پی ټي آی پولیسو لیک استولې چې عمران خان باید بلټ پروف واسکټ واغوندي، خپل حرکتونه باید پټ وساتي
باغی ټي وي رپورټ
په راولپنډۍ کې د جلسې نه وړاندې پوليسو د پي ټي آئي مشرتابه ته د امنيتي هداياتو په اړه ليکلي خبر ورکړی ؤ.
د پوليس چارواکو لخوا د پي ټي آئي مشرتابه ته ليږل شوي خط کښې د وي آئي پي سيکورټي لپاره د پوليس هداياتو عمل يقيني کولو غوښتنه شوې ده۔
په خپل خط کې پوليس وئيلي دي چې د عمران خان لپاره دې د بلټ پروف روسټرم يقيني کول پکار دي او د پي ټي آئي چيئرمېن بايد د بلټ پروف جيکټ استعمال کړي په داسې حال کې چې عمران خان په هيڅ عامه ځاي کې له ګاډي نه بهر نه وځي.
په ليکنه کې راغلي چې د دود پر خلاف بايد د عمران خان حرکتونه پټ وساتل شي.
ياده دي وي چي تيره ورځ دکورنو چارو وزير رانا ثناء الله خبري کانفرنس کښي وئيلي وو چي د ايجنسيو رپورټ دي چي د عمران خان ژوند ته خطره ده نو د سبا غونډه وځنډوي۔