د پي ټي آيي لانګ مارچ، اسلام آباد کښې انتظامیه د ریډ زون لار تړلې ده

0
224

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د احتجاج له کبله د اسلام اباد ریډ زون سیل کړی شوی دی.

د راپورونو له مخې، کانټینرونه د فیض آباد انټرچینج او زیرو پوائنټ کې ځای پر ځای شوي وو چې پنډي او اسلام آباد سره نښلوي.

پولیس وائي چی د مری روډ نه اسلام آباد ته د داخلیدو لپاره فیض آباد او زیرو پوائنټ بند کړی شوی دی او په جزوی توګه به بند وی، ریډ زون او د کشمیر چوک نه ښار ته داخلیدل هم جزوی بند کړی شوی دی.
دې نه علاوه ۲۶ نمبر چونګي او کورل چوک ته هم داخله په جزوي توګه بنده کړې شوې وه.

ياده دي وي چي پي ټي آئي نن په راولپنډئ کښي د جلسي اعلان کړے د کومي لپاره چي انتظاميي مشروط اجازت ورکړے دے۔

Leave a reply