د عمران خان د لاهور نه راولپنډۍ ته د تګ لپاره بشپړ امنیتي انتظامات شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د لاهور ضلعي انتظاميې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان د لاهور نه راولپنډۍ ته د تلو په مهال د فول پروف سيکورټي انتظامات کولو هدايات جاري کړي دي۔
ډپټي کمشنر لاهور د فول پروف حفاظتي انتظاماتو لپاره د پولیس پشمول نورو څانګو ته هم پیغام استولی دی.
د لاهور ضلعې انتظاميې د عمران خان د لاهور نه روانېدو په وخت د زمان پارک نه تر ائيرپورټ پورې د حفاظتي انتظاماتو د څارنې لپاره اسسټنټ کمشنر کينټ خالد عباس سيال مقرر کړی دی.
انتظاميه وائي چي د عمران خان د روانيدو په موقع به د زمان پارک نه تر ائيرپورټ پوري د وي وي آئي پي سيکورټي انتظامات کړے شي۔
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند هوډ لري چې ننن د نومبر په ۲۶مه به د عمران خان هيلي کاپټر په پریډ ګروانډ کښې کيښناوي.
د اسلام اباد انتظاميې د عمران خان هيلي کاپټر ته په پريډ ګراؤنډ کې د کيناستو اجازه نه ورکوي.
سرچينې وائي چې پريډ گراؤنډ سيل کړى شوى دى، که اجازت ورکړل شي نو انتظاميه به يې سيل کوي، په داسې حال کې چې پي ټي ائي د زرعي يونيورسټۍ، هاکي ګراؤنډ او مسلم سکول په شمول ډير ځايونه لري خو پي ټي ائي مشران ضد کوي چې د عمران خان هيلي کاپټر به په پريډ ګرونډ کښې ښکته کوي خو انتظامیه ورله اجازه نه ورکوي.
…………………..