پاکستان،افغانستان ته په اهم خوراکي توکي صادرولو بندیز لرې کړو
باغي ټي وي رپورټ
د وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره خصوصي نماینده په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې پاکستان افغانستان ته د چرګانو صادرولو نه بندیز لرې کړې دې.
د محمد صادق ټویټ مطابق وس سوداګر کولې شي چې افغانستان ته د چرګانو صادرول پیل کړي چې دې سره به په افغانستان کښې د چرګانو او هم دغه شان د هګیو بیعې ټیټې شي او افغان اولس به ته د روزګار موقع هم په لاس ورکړې شي.
محمد صادق زیاتوي چې د پاکستان سوداګرې سره په طماس کښې دې او ډیر زر به پاکستان سوداګر د افغان سوداګر سره په ګډه معاهدې وکړي چې به افغانستان کښې پانګونه وکړي، دوی لیکي چې دې سره به په افغانستان کښې د چرګانو پیداوار نور هم زیات شوي ، د چرګانو قیمتونه به ټیټ شی او افغانستان به د چرګانو په غوښه کښې خود کفیل شي.
یاده دې وي چې د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې د افغانستان په تازه میوه باندې مالیه اختسل هم معاف کړي او وس افغان سوداګر کولې شي چې بغیر د مالیه ورکول پاکستان ته د افغانستان نه تازه میوه صادرول پیل کړي چې دې سره به افغان سوداګرو ته ډیر مالی ګټه ورسي .
……………….
1/2 پاکستان افغانستان ته د چرګانو او د چرګانو د محصولاتو په صادراتو بندیز لرې کړ. دا به نه یوازې په افغانستان کې د چرګانو بیه راټیټه کړي بلکه عام خلکو ته به د تازه چرګانو او هګیو رسولو ډاډ هم ورکړي.
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) September 28, 2021
…………………….
1/2 Pakistan has withdrawn ban on exports of poultry and poultry products to Afghanistan. It would not only reduce the prices of poultry in Afghanistan but would also ensure the supply of fresh chicken and eggs to the general population.
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) September 28, 2021