چيف آف جنرل سټاف ليفټننټ جنرل اظهر عباس د وخت نه وړاندې د ريټائرډ کیدلو پریکړه کړي ده

0
174

چيف آف جنرل سټاف ليفټننټ جنرل اظهر عباس د وخت نه وړاندې د ريټائرډ کیدلو پریکړه کړي ده

 

باغی ټي وي رپورټ
چيف آف جنرل سټاف ليفټننټ جنرل اظهر عباس د وخت نه مخکي ريټائرډ کولو فيصله کړي ده۔

د لیفټیننټ جنرال اظهر عباس کورنۍ سرچینو جیو نیوز ته د هغه وخت دمخه تقاعد تایید کړی دی.

ليفټننټ جنرال اظهر عباس د راتلونکي کال په اپرېل کې تقاعد کېده او د نومبر په ٢٧مه به ليفټننټ جنرل اظهر عباس د سينئر ليفټننټ جنرلانو په فهرست کې دوهم نمبر وي.
هغوی په ۱۹۸۷ کال کې د پاکستان له پوځي اکاډمۍ څخه په ۴۱ بلوچ رجمنټ کې کمېشن ترلاسه کړ. د دې نه علاوه ليفټننټ جنرل اظهر عباس د پخواني آرمي چيف جنرل (ر) راحيل شريف پرسنل سيکرټري هم وو، هغه د راولپنډۍ کور کمانډر هم پاتې شوى او اوس چيف آف جنرل سټاف هم دى.

هغه د مری د ۱۲ ډویژن کمانډر او د کویټه انفنټری سکول کمانډر هم وو.
سرچينې وايي چې ولس او اداره به يې تل يادوي، هغه په لائن آف کنټرول، وزيرستان، بلوچستان او شمالي سيمو کې خدمتونه کړي دي.

ياده دي وي چي تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف د سينئر ليفټننټ جنرلز ليسټ کښي اولني ليفټيننټ جنرل عاصم منير د آرمي چيف او ليفټيننټ جنرل ساحر شمشاد په دويم نمبر د آرمي چيف مقرر کړے دے۔ د لوی درستیزانو د کمیټې د رییس په توګه وټاکل شو.
د چيئرمېن جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ تقرر به د نومبر په 27مه نېټه نافذيږي۔

اړوند موضوعات:

فواد چوهدري هم یوټرن اخستې، وایی چې په نومونو اعتراض نه لري او کوم سرلښکر هم چې وټاکل شی نو هغه به د پاکستان آرمی چیف وي

د نوټيفيکيشن له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ د چيئرمېن تقرر به د نومبر په 27مه نېټه نافذېږي او د سيد عاصم منير د جنرالۍ رتبې ته پروموشن او د آرمي چيف په توګه تقرر به د نومبر په 29مه نېټه نافذېږي۔

Leave a reply