د خبرونو تصدیق ډیر ضروري وي

0
165

باغي ټي وي رپورټ
پرون په رسنیو کښې داسې خبرونه خپاره شول چې د افغانستان په بعضو ولایتونو کښې طالبانو د حجام دوکانونو ته خبردارۍ ورکړې دي چې دوی دې ږیرې ښریل بند کړي او هم دغه شان په ښځو هم پابندي لګیدلې ده چې دوی دې موبایل فون نه استعمالوي.

یو ورځ داسې خبرونه خپاره شول او بله ورځ د اسلامی امارت نه دا بیان جاری شول چې دا خبرونه دروغ دي او د امارت اسلامی په پلان کښې دداسې بندیزونو شرط نشته دې.
دلته دا خبره ضرودي ده چې کله یو خبر مخې ته راشي نو باید صبر وشی، د خبر بیخ ته ځان ورسول شی، انتظار وشی چې آیا دا خبر دروغ دې او ددې خبر به د تصدیق نه بغیر په معاشره او په خلقو څه بد اثر وشي.
په قراڼ او اسلام کښې هم داشته چې د خبر اول تصدیق ضروري دې او بیا دې خبر خپور کړې شي ، یو بل ته دې ولیږل شي خو د خبر خپرول نه مخکښې باید یو انسان تصدیق وکړي چې ددې خبر د بد اثر نه معاشره بچ پاتې شي او د چا زړه ازار نه شي.

Leave a reply