کرکټ په ذریعه د پاکستان بدنامولو دهند یو ناکام کوشش

باغي ټي وي رپورټ
د پنجشیر په جهګړا کښې د هند رسنیو جعلی او بې بنیاده رپورټونه د چا نه پټ نه دي، هندي ټي وي چینلز د پنجشیر په اړه داسې رپورټونه خپاره کړل چې د صحافت په مخ ی تور داغونه پریښودل خو د نړۍ هیوادونو ته د هند دغه دروغ ښکاره شوه او دا دروغ او بې بنیاده رپوټونه اوبلل.
د هند د ټي وي یو رپورټ د نړۍ یو مشهور رسنې بي بي سي دروغ او بې بنیاده ثابت کړو، د بي بي سي رپورټ مطابق د هند یو ټي وي چینل د پاکستان په خلاف یو جعلی او د دروغو خبر خپور کړو، هند په یو رسنۍ کښې یو د ویډیو ګیم ویډیو خپره کړه چې په هغه ویډیو کښې ښکاری چې د توپ خانې نه یو ځای په نښه کوي، د بي بي سي تحقیق رپورټ اوښودله چې دا یو جعلی خبر دې او د ویډیو ګیم یوه ویډیو په دې خبر کښې چلیدلې ده.
هم دغه شان یو بل رپورټ کښې داسې ښودل شوي وو چې یو ایف ۱۶ الوتکه په پنجشیر کښې را غورزیدلې ده، بي بي سی دا رپورټ هم دروغ ثابت کړو او وی ویل چې دا الوتکه د امریکې په یو ریاست کښې را غورزیدلې وه.
یاده دې چې کله نه چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت راغلې نو هند د پاکستان په ضد پروپیګنډې پیل کړي خو وخت سره سره دا پروپیګنډې د نړۍ غټو غټو د رسنیو ادارو دروغ ثابت کړي دي.
د پاکستان دولتي چارواکو د هند ټول سازشونه دنیا ته ښکار کړي دي ، د نیوزي لینډ پاکستان دوره ناکامولو او ختمولو لپاره په هند کښې سوشل میډیا اکاونټ جوړ شوی وو ، ددې ثپوتو میډیا ته ښکار شوي دې ، د هند ته په جعلی سوشل میډیا اکاونټ په ذریعه د نیوزي ټیم ته دهمکي ورکړې شوې وه.






