شمالي اتحاد د طالبانو خلاف را اوچت شوي

0
114

باغي ټي وي رپورټ
داسې رپورټورنو را رسیدلي چې د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې د طالبانو خلاف د مزاحمت کولو اعلان شوې او د شمالی اتحاد په نامه ی اعلان کړې چې دوی به د طالبانو خلاف جنګ کوي.

د اوپي انډیا خبري پانړې مطابق د شمالي اتحاد دا مزاحمت به امرالله صالح په مشرې کښې وی ، امرالله صالح په خپل یو ټویټ کښې لیکلي وو چې زه د افغانستان آییني او قانوني اولس مشر یم ځکه چې د اولس مشر د وړومبي مرستیال صدر په حیثیت د افغانستان قانون ماله دا حق راکوي چې چې کله اولس مشر وفات شي یا استعفی ورکړي نو بیا وړومبې مرستیال صدر اولس مشر مقرر کیږي.
د هندوستان ددې ویب سایټ په نیوز رپورټ کښې لیکل شوي چې امرالله صالح مصروف دې چې د افغانستان مشهور جهادي مشران راغونډ کړې او د طالبانو خلاف یو موټې شی.
په داسې وخت کښې چې امریکه او نیټو ځواکونو تقریبا د افغانستان نه وتلی دي او وس بیا یو بل جنګ شروع شي نودا به د افغانستان او د افغانستان عوام لپاره ډیره د بدقسمتی خبره وی.
یاده دې وی چې د پاکستان حکومت همیشه د افغان جنګ حل د خبرو اترو لا لارې د هوارولو ملاتړ کړې. پاکستان وای چې د افغانستان جنګ په دوی باندې هم ډیر بد اثر کوي او هم دغه وجه ده چې نن هم پاکستان کښې ۳۰ دیرش لکه افغان مهاجر ژوندی کوي.
په ۴۰ کاله جنګ کښې د افغانستان په زرګونو خلق چې پکښې د ملی فوځ کارمندان، سرکاری کارمندان، ماشومان، ښځې او ځوانانو ژوند له له لاسه ورکړې.
په داسې وخت کښې چې په افغانستان کښې امن راغلې او افغانستان حکومتي چارواکو په خوښه طالبانو له کنټرول په لاس کښې ورکړې ،یو ډیر ښه ګام شوې. د ا فغانستان عام خلق ، کونډې او یتمیان دا غوښتنه کوي چې نور دې په افغانستان کښې جنګ ختم شی.
یاده دې وي چې د کابل په میډیا سنټر کښې د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ،چې وس د اطلاعاتو وزیر ټاکل شوې په خبرې کانفرنس کښې اوویل چې طالبان غواړي چې نور په افغانستان کښې جنګ ختم شی، نوموړي دا هم اوویل چې د افغانستان خاوره به د هیچا خلاف استعمال نه شي.

Leave a reply