افغانستان کښې خبریالان سختو مالي ستونزو سره مخ دي

افغانۍ خبریاله ستورۍ کریمي: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ ورځ په نړۍ کښې او بیا په خاصه توګه د افغانستان په تاریخ کښې ډیر زیات اهمیت لری ځکه په دې ورځ تقریبا د ټول افغانستان د اسلامی امارت لاس ته راغلو او په دې ورځ د افغانستان پایه تخت هم د طلبانو کنټرول ته راغې.
کله نه چې په افغانستان کښې د طالبانو واک شو نو په دې هیواد کښې کاروبار په ټپه ودریدو ، تعلیمي ادارې بندې شوی او د ژوند هلې ځلې هم ډیرې بدې متاثره شوې.
په پایه تخت کښې کابل کښې د خبریالانو مطابق دلته ډیرو رسنیو خپلو دفترونه تړلي دي ځکه د امریکا او نیټو ځواکونو د وتلو نه پس ددې رسنیو دفترونه بند شو، دوی سره د بهرني هیوادونو کنټریکټونه ختم شی نو دوی مالی ستونزو سره مخ شي.
د رسنیو دفترونه بندیدو په وجه د کابل او نورو ولایتونو ډیر نارینه او ښځینه خبریالان او نور د دفترونو کارکوونکي بې روزګاره شو او دوی سختو مالی ستونزو سره مخ شو.
په وزځپانړه وحدت کښې چاپ شوي رپورټ مطابق خبریاله فروزان خلیل وایی چې یوې خبریالې راته زنګ اوواهه که چرې یو بنسټ کښې کار وي، که اشپزي وی یا صفاکاري ماته اووایه چې زما اقتصادي حالت ډیر خراب دې.
څو ورځې وړاندې هم په کابل کښې داسې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي وو چې ددې هیواد ډیرو خبریالانو د رسنیو د خبریال په توګه د کار پرته بل کار روزګار شروع کړي، یو تصویر د خبریال داس خپور شوي چې د رسنیو دفتر بندیدو له وجهې ی د موچي توب کار شروع کړې دې.
د کابل خبریالان دا شکایت هم کوي چې په دې موجوده حالت کښې ځنې خلقو د صحافت نامه بدنامه کړه او د سلو ډالرو په ګټه ی خلقو ته کارتونه جاري کړل او بهر هیوادونو ته ی ولیږل.
یوه خبریاله وایی د پخواني افغانستان حکومت د غورزیدو له قبله ډیرې ښځې د وظیفو نه ګوښه کړې شوي دي او وس ی مالی او کورنۍ حالت ډیر خراب دې.
د افغانستان د ژورنالستانو د ټولنې مسول حجت الله مجددي وایی مونږ د بنسټونو د څیړنې په حال کښې یوو چې د خبریالۍ جعلي سندونه جوړي و د خبریال په ځای بل څوک بهر هیوادونو ته بیایی.
بل طرف د افغانستان اسلامی امارت د طرف نه هم داسې خبرونه او بیانونه خپریږي چې طالب مشران وایی چې خلق دې په پروپیګنډو پسې نه ځې ، ښځینه کارکوونکي به هم خپلو دهندو له راشي او د بې روزګارې د کمولو لپاره هم دوی ګاومونه پورته کوي.





