لاهور کښې ایف آیی اې هغه کسان نیولي چې خلکو ته به جعلي ویزې لګولې او په عوض کښې به ترې زیاتې پیسې اخستې

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقيقاتي اداري ايف آئي اے لاهور کښي د يوې زنانه پشمول دري انساني قاچاقبران نيولي او مقدمي ئي درج کړي دي۔

د FIA له مخې په نيول شوو انساني قاچاقبرانو کې اجمل، مجاهد رمضان او آسيه سعيد شامل دي.
د ايف آئي آر ترمخه ملزمانو د خلقو نه پيسې غلا کړي او جعلي ويزې هم ورکړي دي، ملزمانو خلاف د اميګريشن آرډيننس لاندې مقدمې درج کړے شوي دي۔

د ايف آئي اے ترمخه په جعلي ويزو کاناډا ته تلونکي مسافر هم د يو بل کاروائي دوران لاهور ايئرپورټ باندي نيولي شوي دي۔
…………………………..