د عمران خان د نااهلۍ مقدمه په های کورټ کې د اوریدو قابل ده او که نه؟ په دې اړه عدالت فیصله محفوظه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ د عمران خان د نامزدګۍ په کاغذونو کښې د هغه د لور ټيريان جيډ وائټ نوم نه ښودلو له وجې د اسمبلۍ د غړي په توګه د نااهله کولو د درخواست د اوريدو په اړه خپله فيصله محفوظه کړې ده.
چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړ چې نااهلي به دکوم قانون لاندې وي؟ د اسمبلۍ د اوسنۍ دورې لپاره پنځه کاله نااهله ده، عمران خان پخپله له دې اسمبلۍ استعفا کړې ده
چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړو چې که هائي کورټ د نااهلۍ فيصله ورکړي نو په کوم بنياد به ورکول کيږي؟ په پاى کې دوه متضاد نظرونه شتون لري چې فورم د ټاکنو کمېسيون دى که عالي محکمه؟ په کوم فورم کې باید حکم صادر شي.
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د يو شهري محمد ساجد د درخواست اورېدنه کړې چې پکښې وئيلي شوي وو چې عمران خان په برطانيه کښې د خپلې لور ټيريان جيډ وائټ د حفاظت لپاره ضروري ګامونه پورته کړي خو د نامزدګۍ په کاغذونو کښې دغه معلومات پټ کړي دي۔
عدالت د درخواست کوونکي وکيل ته د سپريم کورټ د پرېکړو په رڼا کې د مرستې کولو هدايات کړي او ويلي يې دي چې د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار او جسټس اعجازالاحسن فيصلې هم شته.
ده ووئيل چې د سترې محكمې پرېكړې راوړو، فرض كړو چې مونږ په دې مقدمه كښې نوټس واخلو نو دا حقيقت به څنګه ارزوئ؟
وکیل وویل چې د محکمې واک هم د انتخاباتو په قانون کې دی.
چيف جسټس وويل که هائيکورټ د نااهلي حکم ورکړي نو په کوم بنياد به ورکول کيږي؟ دې محکمې د فیصل واوډا کیس الیکشن کمیشن ته استولی وو، دوی ته ووایاست چې د عمران خان په کیس کې به د کوم قانون له مخې نااهله کیږي؟
چيف جسټس وويل چې که يو حلف نامې دروغ ثابت شي نو هغه څوک صادق او امانتدار نۀ وي، که غلط حلف نامې دروغ ثابت شي نو خپلې پايلې لري.
چيف جسټس وويل د نااهلۍ د دورې ټاکلو مسله په سپريم کورټ کې هم ده.
وکيل وويل چې په سپريم کورټ کې د نااهلۍ کيس پنځه کاله روان دی.
چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې پنځه کاله وروسته قامي اسمبلۍ د اوسنۍ دورې لپاره نااهله کيږي، عمران خان پخپله د دې اسمبلۍ نه استعفي ورکړې ده۔






