د فوځ نوي ټاکل شوي مشر لفټننټ جنرال عاصم منیر او نوي جوائنټ چيفس لېفټيننټ جنرل ساحر شمشاد په ژوند او ددوی په دنده لنډ نظر
باغی ټي وي رپورټ
د پوځ د نوي مشر جنرال عاصم منیر مسلکي ژوند او خدمت ته یوه کتنه
جنرال عاصم منیر د منګلا ټریننګ سکول نه پاس کړی او په فرنټیر فورس ریجیمنټ کښې کمشن ترلاسه کړی دی.هغه د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د پوځ کمانډ په شمالي سيمو کې د بريګيډير په توګه په غاړه واخيست، په ۲۰۱۷ کال کې د ملټري انټلي جنس ډي جي او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د آی ايس آی مشر وټاکل شو، چې د لنډې مودې لپاره يې دغه دنده ترسره کړه.
جنرال عاصم منیر لومړنی پوځی مشر دی چې په ملټری انټلیجنس او آی ایس آی کې یې دنده ترسره کړې، جنرال عاصم منیر لومړنی پوځی مشر دی چې د سویډن آف آنر یې ترلاسه کړی دی. هغه د قرآن حافظ هم دی.
د نوي مشر جوائنټ چيفس لېفټيننټ جنرل ساحر شمشاد په دنده او خدمت باندې نظر
جنرال عاصم منیر د آی ایس آی له مشر کېدو وروسته د ګوجرانواله د کور کمانډر په توګه وګومارل شو او دوه کاله وروسته په جی ایچ کیو کې د کوارټر ماسټر جنرال په توګه وګمارل شو او اوس هم په همدې پوست دنده ترسره کوي.
جنرال ساحر شمشاد مرزا خپل پوځي کیرئیر د سندهـ 8 رجمینټ سره پیل کړ او د PMA څخه د روزنې بشپړولو وروسته د پاکستان په پوځ کې شامل شو په داسې حال کې چې جنرال ساحر د څلورو ستورو جنرالانو په سینارټي لیست کې دوهم ځای لري.
جنرال ساحر شمشاد مرزا د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې د راولپنډۍ د قول اردو قومندان دی، نوموړی د ۲۰۱۹ کال په جون کې د لوی درستیز په توګه پر مختګ کړی و او د لنډې مودې لپاره یې د جی ایچ کیو د اډجوټنټ جنرال په توګه هم دنده ترسره کوله.
جنرال ساحر شمشاد مرزا د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې د لوی درستیز مرستیال په توګه وټاکل شو، هغه له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۱۸ پورې د پوځي عملیاتو د مشر په توګه دنده ترسره کړې.
جنرال ساحر شمشاد مرزا د TTP او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د عملیاتو څارنه کوله او په بین الافغاني خبرو کې یې هم فعاله ونډه درلوده.
جنرال ساحر شمشاد مرزا د ګلګت بلتستان اصلاحاتي کمېټۍ برخه هم وه، هغه د جی او سي 40 انفنټري ډویژن اوکاړه کې هم دنده ترسره کړې، هغه د پخواني پوځ مشر جنرال (ر) راحیل شریف په وخت کې د ملټري اپرېشن ډائرېکټر جنرل وو.
ساحر شمشاد دا مهال د پاکستان د پوځ په راولپنډۍ کې د لس قول اردو د قول اردو قوماندان دی.