د لوګر پخوانی والي وژل شوی

0
147

د لوګر پخوانی والي وژل شوی

د لوګر پخوانی والي عبدلقیوم رحیمي چې طالبانو ته تسلیم شوی ؤ تېره شپه کابل ولایت کې وژل شوی.

 

(2021 / 8/ 18 نېټه باغي ټلویزیون)

پۀ لوګر ولایت لۀ سختو بریدونو وروسته لوګر ولایت د طالبانو لاس ته ولوېد او د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ظالبانو نه تسلیم شو، د لوګر پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي د وروستي ځل لپاره د طالبانو لۀ والي سره د لوګر ولایت کې لیدل شوی ؤ، چې تېره شپه د رحیمي مړی د کابل ولایت کې موندی شوی دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د یوې اعلامیې پۀ خپرولو سرع ویلي چې دوی د پخواني دولت ټولو دولتي چارواکو او کارکوونکو ته د بښنې اعلان هم کړی ؤ .

Leave a reply