رینا امیري په لوګر کې د ط.البانو له خوا ۱۲  کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکولو باندې اندېښنه ښودلې ده 

0
104

رینا امیري په لوګر کې د ط.البانو له خوا ۱۲  کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکولو باندې اندېښنه ښودلې ده 

آغلې امیري وویل چې د ط.البانو دا کړنه وحشتناکه او خطرناکه نښه ده چې ط.البان لا زیات سرکشه کوي او خپلو پخوانیو سیاستونو ته د ستنیدو په حال کې دي. د لوګر سیمه ییز حکومت پرون اعلان وکړ، چې په دغه ولایت کې د درېیو ښځو او نهو نارینه وو په ګډون ۱۲ تنه د زنا او غلا په تور نیول په عام محضر کې په سزا رسېږي.

 

(2022 / 11 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

رینا امیري په لوګر کې د ط.البانو له خوا ۱۲  کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکولو باندې اندېښنه ښودلې ده.

د افغان ښځو لپاره د امریکا استازې رینا امیري د لوګر د استیناف محکمې له لوري د ۱۲ تنو په دورو وهلو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا کړنه یوه خطرناکه نښه ده.

آغلې امیري وویل چې د ط.البانو دا کړنه وحشتناکه او خطرناکه نښه ده چې ط.البان لا زیات سرکشه کوي او خپلو پخوانیو سیاستونو ته د ستنیدو په حال کې دي.

اړوند موضوعات:

 د لوګر استیناف محکمې ۱۲ تنه مجرمینو ته په عام محضر کې سزا ورکړه

د لوګر سیمه ییز حکومت پرون اعلان وکړ، چې په دغه ولایت کې د درېیو ښځو او نهو نارینه وو په ګډون ۱۲ تنه د زنا او غلا په تور نیول په عام محضر کې په سزا رسېږي.

 

Leave a reply