د دریم ټیبل ټینس چیمپیئنز لیګ مسوده بشپړه شوه، گورنر سندهه د ټرافۍ په خپل لاس پرانسته وکړه

باغی ټي وی رپورټ
د دريم ټيبل ټينس چيمپيئنز ليګ د ډرافټنګ عمل مکمل شوے دے، د ليګ عالي ټرافي پرانسته سندهه ګورنر کامران تيسوري په خپله لاس ترسره کړه.
د دريم ټيبل ټينس چيمپيئنز ليګ د پليئرز ډرافټنګ د کراچي جمخانه کښې ترسره شو چې پکښې اته فرنچائز ټيمونه برخه اخلي۔ د سرو زرو، پلاټینیم او سپینو زرو کټګوریو کې 44 لوبغاړي ګډون کوي.
په دې لیګ کې عاصم قریشي، فهد خواجه، فیضان ظهور، پرنیا خان، حیقه حسن، حور فواد او کلثوم خان د سرو زرو په کټګورۍ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړي دي.

په دې موقع ګورنر سندھ کامران ټیسوري د چمپینز لیګ ټرافي پرانسته وکړه. هغه وويل، چې د ټېبل ټېنس لوبې ته د ودې ورکولو لپاره به هر ډول ممکنه هڅې وکړي، د چمپينز ليګ تر سره کېدل د هرکلي وړ دي، په ځوانانو کې د مېز ټېنس مينه وال مخ په ډېرېدو دي.
هغه وويل، دا د خوښۍ خبره ده چې سوداګرې ټولنې په پراخه کچه د سپورت ملاتړ کوي.

ياده دي وي چي چيمپيئنز ليګ ټيمونو کښي کاليفورنيا ډبنګ، لاهور لاينز، ګوادر چيمپيئنز، کراچي فائيټرز، جي ايف ايس ټائيګرز، شمسي اکيډمي چيلنجرز او فالکناز هاکس شامل دي۔ د پریمیر کیبل واریرز ټیم به د سرلیک دفاع وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网