افغانستان بانک وايي له ځينو ځايونو نيول شوي مليونونه امريکايي ډالر او افغانۍ ورته سپارل شوي

0
87

د افغانستان بانک وايي، چې له ځینو ځایونو نیول شوې نغدي پیسې دغې بانک ته سپارل شوي دي.

د افغانستان بانک وايي، چې دا ميلونونه ډالر او پيسې د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو له لوري د خوست، لوګر او پنجشیر له ولایتونو څخه تر لاسه شوې او نيول شوې وې چې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.

 

 

 

 

 

د بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې نغدو پیسو کچه شاوخوا ۱.۶ میلیونه امریکایي ډالر او څه باندې ۷۹ میلیونه افغانۍ کېږي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مولوي عبدالقدیر احمد د یادو پیسو د تسلیمۍ پر مهال د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو له امانتدارۍ مننه وکړه او خزانې ته د امانتونو سپارنه یې بیت المال ته د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو ژمنتیا په ګوته کړه.

د خپرپاڼې له مخې، د ا.ا.ا هغو کسانو چې د افغانستان بانک ته یې یادې نغدې پیسې سپارلې، د هغو کسانو ستاینه وکړه چې یادې پیسې یې په پوره امانتدارۍ سره دوی ته رسولي دي

Leave a reply