خیبر فټبال لیګ دویم ایډیشن ټرافۍ پرانسته وشوه

باغي ټي وي رپورټ
د خيبر فټبال ليګ دويم ايډيشن 2022ء د ټرافۍ پرانسته کولو دستوره په ګورنمنټ هائير سيکنډري سکول نمبر 1 جمرود ترسره شوه.
په غونډه کښې د پي ټي آئي سينئر مشر او د تحصيل چيئرمېن شپ لپاره پخوانې اميدوار الحاج سيد ګواس آفريدي وو۔ په ټورنامنټ کښي د ټورنامنټ صدر وحیدالله، راشد علی، ډی ایس او خیبر ایوب خان، ګل رئیس، الحاج محمد الله، الحاج فیاض، د ټورنامنټ چیرمین انجینر سیف الاسلام، د ټورنامنټ کمیټی غړو، د ټیمونو کوچز، کپتانان او لوبغاړي موجود وو. د خيبر فټبال ليګ دويم ايډيشن 2022 به د جمعي نه شروع کيږي د خيبر فټبال ليګ دويم ايډيشن 2022 کښي 9 ټيمونه شامل دي۔
د خيبر فټبال ليګ د دويم ايډيشن 2022 د ټرافي پرانستې دستورې ګډون والو ته په وینا کښې مشر مېلمه الحاج سيد غواث آفريدي اوويل چې که په سيمه کښې د سپورټ ميدانونه آباد شي نو يو طرف ته دا د امن نښه ده۔ دا هم د خوښۍ خبره ده چې زموږ ځوانان له منفي کارونو لرې دي او په سپورت بوخت دي.ځانګړي مېلمه وويل چې زموږ سيمه خيبر ولسوالۍ د سپورت په برخه کې بې شمېره استعدادونه لري چې د هېواد، ولس او سيمې نوم يې ځلېږي. په ملي او نړیواله کچه د سپورټ په اړه د پاکستان تحریک انصاف حکومت منشور د ټولو په مخ کې دی ځکه چې زمونږ د ګوند مشر عمران خان سپورټ مین دی.
او زموږ د ګوند په منشور کې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ ترڅنګ سپورټ هم ډېر اهمیت لري، انشاالله په راتلونکي کې به د خپلې سیمې ځوانانو ته د سوغات په توګه میدان برابر کړم چې د خپلې سیمې لوبغاړي وکولای شي. د فوټبال او کرېکټ لوبه وکړئ، مشر مېلمه وويل چې په ننني دور کې هر څه په خوړو کې ګډېږي، چې زموږ پر روغتيا ډېر اغېز لري، په داسې حال کې ورزش زموږ لپاره ډېر اړين دی، زه به د سپورټس او ځوانانو پرمختګ لپاره هر څه وکړم. په سیمه کې ځوانانو ته دا پیغام ورسوم چې د منفی چارو په ځای دې په مثبتو ورزشي فعالیتونو کې برخه واخلي چې ددوی په صحت ښه اثر وشی او په سیمه کښې امن هم راشي.






