انتوني بلنیکن د قطر په “السیلیه” کمپ کې له یو شمېر افغان پناه غوښتتوونکو سره کتلي

0
115

انتوني بلنیکن د قطر په “السیلیه” کمپ کې له یو شمېر افغان پناه غوښتتوونکو سره کتلي

د رسنيو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو‌ وزیر، انتوني بلنیکن پرون سه شنبه د قطر په “السیلیه” کمپ کې له یو شمېر افغان پناه غوښتتوونکو او متحده ایالاتونو ته ددغو پناه غوښتوونکو د قانوني ورتګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.

 

(2022 / 11 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

انتوني بلنیکن د قطر په “السیلیه” کمپ کې له یو شمېر افغان پناه غوښتتوونکو سره کتلي.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو‌ وزیر، انتوني بلنیکن پرون سه شنبه د قطر په “السیلیه” کمپ کې له یو شمېر افغان پناه غوښتتوونکو او متحده ایالاتونو ته ددغو پناه غوښتوونکو د قانوني ورتګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې مېرمن کرن ډېکر هم حضور درلود.

ښاغلی بلنکن دغه لیدنه داسې محال ترسره کوي چې قطر کې د فیفا فوټبال نړۍوال جام ترسره کېږي چې له امله یې د افغان پناه غوښتونکو امریکا ته انتقال درېدلی دی، ویل کېږي  چې د دغۀ جام له ترسره کیدلو وروسته به دغه بهیر بیرته پیلیږي.

اړوند موضوعات:

د قطر او امریکا لوړ پوړو چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړي دي

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ امریکا له قطر هېواد څخه د تخلیې پروګرام کې د همکارۍ له امله مننه هم وکړه.

 

Leave a reply