ايف بي ای: امريکا کې تېر کال د وسله‌والو بریدونو له امله تر ۲۱زرو زيات کسان وژل شوي

0
43

په امريکا کې د وژنو پېښې د پخوا په پرتله زياتې شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

 

د ايف بي ای د رپوټ له مخې تېر کال په امريکا کې د وسله‌والو بريدونو له امله ۲۱۵۰۰ کسان وژل شوي وو.

 

 

 

د امريکا د فيدرالي څېړنو ادارې «ايف بي ای» په خپل رپوټ کې ويلي، چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په تېر ۲۰۲۰ کال کې د وژنو پېښې دېرش سلنه زياتې وې.

 

د ايف بي ای د رپوټ له مخې د وژنو دا پېښې د تېر کال د جون له مياشتې وروسته زیاتې شوي دي او تر ټولو زياتې هغه په سويلي لوزيانا ايالت کې شوي دي.

 

د فيدرالي څېړنو ادارې د وژنو د زياتوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو تر ټولو ستر لامل يې په متحده ایالتونو کې د وسلو بې اندازې زيات پېر او پلور او د وسلو د جوازونو اسانتيا بلل شوې ده.

 

په امريکا کې د وسلو د جواز اسانتيا سربېره کورنۍ شخړې، له جګړو وروسته د پوځيانو رواني وضعيت او ورته نورې ستونزې د وسله‌والو بریدونو او وژنو مهم لاملونه بلل شوي دي.

Leave a reply