د پنجاب وزیراعلی پرویز الهي وایی چې USAID د پنجاب حکومت ترټولو غوره پرمختیایي شریک او ملګرې دې

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي وئيلي دي چې يو ايس اي ډي د پنجاب حکومت تر ټولو ښه پرمختيائي پارټنر دی او د معيشت د ښه والي لپاره به خپله همکاري نوره هم زياتوي.

لاهور کښې د يو ايس ايډ پاکستان مشن ډائريکټر ريډ ايسچليمن د پنجاب وزيراعلي سره وليدل په کومه کښې چې د پرمختيائي شراکت په زياتولو اتفاق شوے دے۔

لاهور کښې د پنجاب وزيراعلې سره د ملاقات په مهال د يو ايس اي ډي وفد د پاکې انرجي او وړو ډيمونو منصوبې لپاره د مرستې باور ورکړو۔
زيراعلي زياته کړه چې د مسلم ليګ (ن) حکومت د وړو ډيمونو منصوبه د سياست قرباني کړه، اوس دغه پروژه بيا پيلوي.

هغه وويل چې د زرغون پنجاب پروګرام لاندې برقي موټرې معرفي کوي او په داسې پروژو کې به د USAID د مرستې هرکلى وکړي.
……………………………………

Leave a reply