د پي ټي آی پنجاب ښځینه مشرې ډاکټر یاسمین راشد ګواښ کړې، هغې ویلي چې له لاهور نه به د خلکو سمندر راوځي، هغې دا هم ویلي چې وفاقي حکومت به د توپونو په زور هم د دوی مخه و نه نیسي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مرکزي پنجاب صدر ډاکټر ياسمين راشد وئيلي دي چې د نومبر په 26مه نيټه به د لاهور نه د خلکو يو سمندر راوځي چې وفاقي حکومت به د ټوپک په زور هم مخه نه شي نيولی.
په لاهور کې د پي ټي ائي د لانګ مارچ د تګلارې په اړه د ګوند د مشرانو تر غونډې وروسته ياسمين راشد وويل، چې د نومبر په ۲۶ مه د عمران خان له غوښتنې وروسته د وفاقي حکومت پښې لړزېدلې او جګړه به روانه وي.
ده ووئيل د افسوس خبره ده چې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د لانګ مارچ په مهال د قاتلانه بريد اېف آئي آر تر اوسه نه دې درج كړې شوې۔
هغې ووئيل وفاقي حكومت د آئي اېم اېف نه ګيله كوي٬ هېواد هيڅكله په سياسي بې ثباتۍ كښې نه مخکښې پرمختګ نه شي کولې.
………………….





