تحفظات مو شته خو په بلدياتي انتخاباتو کښې به پوره پوره برخه اخلو: وسيم اختر

0
154

باغی ټي وي رپورټ
د متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان مشر وسیم اختر ویلي دي چې زمونږ تحفظات پاتې دي خو د جنورۍ په ۱۵ نیټه په بلدیاتی انتخاباتو کې به پوره برخه اخلو.

د ایم کیو ایم د رابطې کمېټۍ غونډې وروستو میډیا سره خبرو کښې وسیم اختر وویل چې د وزیراعظم څوکۍ د ایم کیو ایم د اوو ووټونو په وجه ده.

د ایم کیو ایم مشر وویل چې کوم تړونونه چې موږ کړي هغه عملي نه کیږي.
ياده دې وي چې اليکشن کميشن په کراچۍ او حيدراباد کې د بلدياتي انتخاباتو په اړه پرېکړه کړې ده.

د الېکشن کمېشن لخوا په جاري شوي پرېکړه کې ويل شوي چې په کراچۍ او حيدراباد کې به بلدياتي انتخابات د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۱۵ نېټه کېږي.

ياده دې وي چې د سندهه هائي کورټ هم اليکشن کميشن ته امر کړی وو چې په ۱۵ ورځو کې په کراچۍ او حيدراباد کې بلدياتي انتخابات وکړي.

Leave a reply