د دفاع وزیر خواجه آصف تصديق کړې دې چې وزیراعظم هاوس د فوځ سرلښکر ټاکنې لپاره د جی ایچ کیو سمري ترلاسه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزير خواجه محمد آصف وايي، د دفاع وزارت څخه د پوځ د مشر د ټاکلو سمري د وزيراعظم دفتر ته رسېدلې ده.
خواجه اصف په سوشل ميډيا يو بيان جاري كړو او وئيلي ئې دي چې دغه سمري د دفاع وزارت څخه د وزيراعظم په دفتر كښې ترلاسه شوې ده۔
تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې له مخې جنرال هیډکوارټرز (جی ایچ کیو) د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره سمری دفاع وزارت ته استولې وه.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي جي ايچ کيو د چيرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي او آرمي چيف لپاره سمري دفاع وزارت ته استولي ده۔
د آئي اېس پي آر له مخې په دې سمري كښې د 6 سينئر ليفټننټ جنرالانو نومونه هم شامل دي كوم چې د دفاع وزارت ته لېږلې شوي دي۔