جی ایچ کیو له لوري د فوځ سرلښکر د ټاکنې لپاره سمری دفاع وزارت ته استول شوې: آئي ایس پی آر

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې له مخې جنرال هیډکوارټرز (جی ایچ کیو) د پوځ د مشر د ټاکلو لپاره سمری دفاع وزارت ته استولی دی.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي جي ايچ کيو د چيرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي او آرمي چيف لپاره سمري دفاع وزارت ته استولي ده۔
د آئي اېس پي آر له مخې په دې سمري كښې د 6 سينئر ليفټننټ جنرالانو نومونه هم شامل دي كوم چې د دفاع وزارت ته لېږلې شوي دي۔
دپوځ سرلښکر ټاکلو لپاره لېږل شوې سمري کې د6 سينئر ليفټننټ جنرالانو نومونه شامل دي.
له دې وړاندې سينئر صحافي انصار عباسي وئيلي وؤ چې دپوځ سرلښکر ټاکلو لپاره سمري تياره کړل شوې ده اؤ هر وخت به وزيراعظم هاوس ته رسيږي.
دسرچينو له مخې په سمري کې د٦ؤ لوړپوړو افسرانو نومونه هم شامل دي. سرچينې زياته کړې چې په لنډيز کې لومړى نوم د ډګر جنرال عاصم منير او دويم نوم د ډګر جنرال ساحر شمشاد دى.
دسرچينو ترمخه دپوځ سرلښکر کې ليفټننټ جنرال اظهر عباس، ليفټننټ جنرل نعمان محمود، ليفټننټ جنرل فيض حميد اؤ ليفټننټ جنرال محمد عامر نومونه شامل دي.





