د سعودي عرب له لوري ارجنټاین ته ماتې ، د سعودي عرب ولیعهد د شکر سجده ولګوله

باغی ټي وی رپورټ
د فوټبال نړیوال جام په روانو سیالیو کې سعودي عربستان له یوې حساسې لوبې وروسته ارجنټاین ته ۱-۲ ماتې ورکړه.

د سعودي عربستان او ارجنټاین ترمنځ د لوبې پر مهال د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د سعودي د سپورټ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن ترکي الفیصل هم په لوبغالي کې موجود وو.

د سعودي لومړي وزیر او ولیعهد محمد بن سلمان د کورنۍ له غړو سره په سلطنت کې لوبه لیدلې ده.
د ملي لوبډلې پر بریا د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان خوشاله او په سجده شو. د سعودي خبري اژانس د سعودي د ولیعهد د لمانځنې انځورونه خپاره کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *