اسلامي امارت په اندونیزیا کې د تیرې ورځې په زلزلې خواشیني څرګنده کړې.

0
79

اسلامي امارت په اندونیزیا کې د تیرې ورځې په زلزلې خواشیني څرګنده کړې.

22 نومبر 2022

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه اعلامیه کې د اندونیزیا په زلزله غمشریکي او خواشیني څرګنده کړې.

 

اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا په لويديځ جاوا ولايت کې د نن ورځې زلزلې له کبله چې د ګڼ شمېر تلفاتو او مالي زيان سبب شوې، د ژورې خواشينۍ څرګندونه کوي او د دوست هيواد اندونيزيا حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د پیښې قربانیانو ته د جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفء غوښتنه کوي.

 

یاده دې وي په پرون د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې د اندونیزیا د جاوا ټاپو ولړزوله چې تر اوسه د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۱۶۲ ته رسېدلی او شاوخوا ۹۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

اړوند موضوعات

دولت موقت افغانستان انفجار در ترکیه را محکوم کرد

د رسنیو د راپورونو په حواله، ژغورونکې ډلې لا هم د جسدونو په موندلو پسې ګرځي.

Leave a reply