د ماليې وزارت: د عوايدو لوی رياست يو مليارد ۵۸۹ ميليونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د ماليې وزارت: د عوايدو لوی رياست يو مليارد ۵۸۹ ميليونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
22 نومبر 2022
د مالیي وزارت وایي، چې د دغه وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د کوچنیو عوایدو ریاست د ۱۴۰۱ مالي کال له پیله د لړم میاشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې ۱ میلیارد او ۵۸۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د غه وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت د کسبګرو او هټيوالو د تشویق په موخه د اضافي مالیاتو نورم له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راټيټ کړی، خو بیا هم د تېر په پرتله په راټولو شویو عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
اړوند موضوعات
مالیه وزارت: د روان کال له پیله تر اوسه ۷ میلیارده افغانۍ عواید راټول او بیت المال ته حواله شوي.
په اعلامیه کې د عوایدو د زیاتوالي لامل د فساد مخنیوی، پر وخت د کارونو سرته رسول او د مسلکي کادرونو ګومارنه یاده شوې ده.






