د سعودي عرب له لوري ارجنټاین ته ماتې، د سعودي د سپورټ وزیر د ملي لوبډلې د ګول کولو په مهال خپل احساسات قابو نه کړې شول

0
55

باغی ټي وي رپورټ
په قطر کې د فوټبال نړیوال جام په روانو سیالیو کې سعودي عربستان له یوې حساسې لوبې وروسته ارجنټاین ته ۱-۲ ماتې ورکړه.

د سعودي عربستان او ارجنټاین ترمنځ د لوبې پر مهال د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د سعودي د سپورټ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن ترکي الفیصل هم په لوبغالي کې موجود وو.
په دې لوبه کې د سعودي د سپورټ وزیر د سپورتي لوبډلې په استازیتوب د ګول تر وهلو وروسته د خوښۍ ټوپونه پورته کړل او یو بل ته یې په غیږ کې نیولو مبارکي ورکړه.

د سعودي خبري اژانس د دې هدف په مناسبت د سپورټ وزیر د خوښۍ د څرګندولو تصویرونه خپاره کړي دي.
دا خبره د یادونې ده چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د فیفا د نړیوال جام په سیالیو کې د ارجنټاین او سعودي عربستان ترمنځ په لوبه کې د سعودي بیرغ اوچت کړی وو.

سعودي عربستان ارجنټاین ته ماته ورکړه او لوبه یې ۱-۲ وګټله.

د سعودي عربستان د لوبې پر مهال د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم په لوبغالي کې موجود وو او په دې ترڅ کې یې د اسلامي هیواد بیرغ په پورته کولو سره د لوبډلې ملاتړ وکړ.

Leave a reply