د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس نن ورځ سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) علمیاتي رئیس سره وکتل.

0
199

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس نن ورځ سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) علمیاتي رئیس سره وکتل.

22 نومبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) علمیاتي رئیس ښاغلي مارتین شوپ په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

 

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رئیس مارتین شوپ، افغانستان لپاره د یادې کمېټې د استازو رئیس ایلوا فیلیون او په افغانستان کې د دغې کمېټې د برنامو رئیسې اغلې چارلوټ جوسیو موریل په افغانستان کې د دوی د کاري ملاتړ په موخه د ا.ا قدرداني وکړه.

 

وروسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي رئیس وویل، که څه هم دا مهال د نړیوالو ټوله پاملرنه اوکراین ته ده، خو ما وغوښتل افغانستان له نېږدې وګورم او په اړه یې نړیوالو ته پیغام ورسوم.

 

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له بریا سره سم ټولو سازمانونو په افغانستان کې خپل کارونه بند کړل اما د سره صلیب نړیوالې کمیټې خپل فعالیتونه دوه چنده کړل ترڅو دغه ملت ته لاس نیوی وشي.

 

ښاغلي مارتین شوپ څرګنده کړه، دا کمېټه اوس مهال په افغانستان کې د ۳۳ روغتونونو لګښت پرغاړه لري او چارې یې د دوی په ملاتړ مخته ځي.

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، موږ تل د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کړنو او خدمتونو قدردانی کوو او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ درکوو.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال سره کتلي.

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس په ټول هیواد کې د امنیت تامین ته په اشارې وویل، افغانان ډېر ځورېدلي دي او اوس د دې زمینه مساعده شوې ده چې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمت او له اړمنو وطنوالو سره مرستې وشي.

Leave a reply