د قبایلي سیمو آل قبایل لوی جرګې مشرانو ګواښ کړې چې دوی به باک افغان لویه لار د احتجاج په توګه وتړي
باغی ټي وي رپورټ
آل قبایل لويې جرګې د جمعې په ورځ د پاک افغان لويې لارې د تړلو اعلان کړې دې.
د تفصيلاتو ترمخه د خيبر ضلعې په جمرود باي پاس باندې د آل قبایل لويې جرګې له خوا جوړ شوي احتجاجي کيمپ په دويمه ورځ هم دوام درلود، چې پکښې قومي مشرانو او د فاټا انضمام مخالف تحریک مشرانو او استازو ګډون اوکړو.
د احتجاجي کيمپ څخه ملک محمد حسين افريدي، سردار اصغر آفريدي، داود قبالستاني، ملک عبدالظاهر کوکي خيل، دلبر خان آدم خيل، افراسياب آفريدي، شير بهادر آفريدي او نورو وينا ده چي دا انضمام د قبائلي اولس د رائے نه بغير په زور اوکړے شوے دے۔ د فاټا انضمام مونږ ته نه دی منظور شوی، زمونږ وسائل او معدنونه ضبط شوي دي، په غیرقانوني توګه د ټیکس ټولولو کار روان دی، هغه وویل په قومي اسمبلۍ او سینیټ کې څوکۍ کمې شوي دي، قبائیلي رواجونه دې بحال کړل شي او یا دې جلا صوبه جوړه شي.
ده ووئيل قبائيلي سيمې د يو سازش لاندې غلامې كړې شوې خو مونږ به دا غلامي په هيڅ صورت نه زغمو۔ سردار اصغر خان آفريدي وئيلي دي چي سپريم کورټ کښي د فاټا انضمام په اړه کوم لوئر بينچ جوړ کړے شوے دے، دا بنچ دې زر تر زه د فاټا انضمام په ضد خپله پریکړه واوروي.
………………….