د نيب ترميمي قانون, احتساب عدالت کښې د وزیرخزانه اسحاق ډار په ضد د نيب په ريفرنس کارروائي ختمه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد احتساب عدالت د خزانې وزير اسحاق ډار خلاف د آمدن نه د زياتو اثاثو په مقدمه کښې کاروائي ختمه کړه.
د احتساب عدالت جج محمد بشير د اسحاق ډار خلاف د آمدن نه د زياتو اثاثو د مقدمې د فيصلې اورولو په مهال وويل چې د نيب ترميمي قانون نه پس دا عدالت نور د دې مقدمې اختيار نه لري نو دا عدالت نه د ملزمانو سره تعلق لري. او نه نیب کولی شي پریکړه وکړي.
قاضي وويل چې تر دې عمل وروسته دې عدالت ته د بريت په درخواستونو د فيصلې واک نشته نو ځکه د اسحاق ډار خلاف د آمدن څخه د زياتو اثاثو د نيب ريفرنس کارروائي دلته ختميږي