کراچۍ ته د امريکا سفير ډونلډ بلوم سفر، د پاکستان او امریکا د دوه اړخيزه تجارتي اړیکو د لا قوي کولو هوډ څرګندونه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې دامريکا سفير ډونالډ بلوم دنومبر له ١٧مې نيټې څخه تر ١٨مې نيټې پورې کراچۍ ته سفر کړى ؤ چرته چې هغه په مهمو ليدنو کې ددواړو هيوادونو ترمينځ په مضبوطو اړيکو رڼا اچولې اؤ داقتصادي همکارۍ اؤ دعامې روغتيا په برخو کې يې دپرله پسې بهبود لپاره دجمهوريت په دوام ټينګار کړى دى.
ډونلډ بلوم کراچۍ ته د خپل سفر په موقع د امریکن بزنس کونسل، د آغا خان یونیورسټۍ هسپتال او د KFC لخوا د غوږونو د محرومو ماشومانو لپاره د جوړ شوي سکول او د متقابلې ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره د جوړ شوي سکول له لوړ پوړو چارواکو او استازو سره هم وکتل.
ډونلډ بلوم د امریکن بزنس کونسل کې د صنعتي سکتورونو له مشرانو سره په خبرو کې د دې مهم اړخ په اړه بحث وکړ چې د متحده ایالاتو او پاکستان حکومتونه څنګه د پایداره او پراخه اقتصادي پرمختګ لپاره ګډ رول لوبولی شي.
…………………..






