د خیبر پښتونخوا وکیلان غوښتنه کوي چې دوی ته دې اجازه ورکړل شی چې ځان سره کلاشنکوف ټوپک وساتي

باغی ټي رپورټ
په پېښور او پبي کې په څو ورځو کې د دوو وکيلانو له وژل کېدو وروسته وکيلانو ته د کلاشينکوف ورکولو رجحان زور اخيستی دی، پېښور هايي کورټ پخوا هم وکيلانو ته د کلاشينکوف د جواز ورکولو امر کړی دی. د تفصيلاتو ترمخه د څلور ورځو په مهال پيښور او پبي نوښار کښي دوه وکيلان په ډزو وژلي شوي دي په کومه چي د وکيلانو تنظيمونو سخت خفګان څرګند کړي دي او وئيلي ئي دي چي سيکيورټي اداري دوي ته د امنيت په ورکولو کښي ناکامه شوي دي۔
یو شمېر وکیلانو په ټولنیزو رسنیو کې دوی ته د خپل ځان د خوندیتوب لپاره د کلاشینکوفونو او نورو وسلو د ساتلو د جواز ورکولو غوښتنه کړې او له حکومت او چارواکو یې غوښتي، چې دوی ته اجازه ورکړي، چې کلاشینکوفونه او تومانچې له ځان سره ولري. ياده دې وي چې وکيلانو ته د کلاشينکوف د لايسنس ورکولو په اړه پيښور هائي کورټ کې څو رټ درخواستونه درج شوي دي او د هائي کورټ لخوا هم د کورنو محکمي او نورو چارواکو ته حکمونه شوي دي چې وکيلانو ته د وسلو لائسنسونه ورکړي ولي ددې لارښوونو او حکمونو باوجود تر وکیلانو ته د کلاشنکوف ساتلو لارښوونه نه ده عملې کړې شوې.






