د شاه زيب وژنه شخصي دښمني بللې شوې ده ، سپريم کورټ د ملزمانو بري کولو تفصيلي پریکړه جاري کړې ده

0
190

باغی ټي وی رپورټ
سپريم کورټ د شاه زيب قتل کيس کښې د ملزمانو بري کولو تفصيلي فيصله جاري کړې ده۔

سپريم کورټ د جسټس مظهر نقوي لخوا ليکلي د شاه زيب قتل کيس کې د ملزمانو د بري کولو ۱۷ صفحه پريکړه جاري کړې ده.

سپريم کورټ د سندهـ هائي کورټ د ملزمانو سزا برقرار ساتلو فيصله کالعدم ګرځولې او وئيلي ئې دي چې د اړخونو ترمينځه روغه شوې ده که چرې دوي نه غوښتل کيږي نو سمدستي دې له جيل نه خوشي کړے شي۔
د محکمې د حکم له مخې د شاه زیب قتل کیس یوه غمجنه پېښه وه چې د عصبیت له امله رامنځته شوې ده.

په فيصله کښې وئيلي شوي دي چې د روغې جوړې نه پس د سزا ختمولو په اړه د عدالت څو فيصلې دي، د شاهزيب قتل کيس کښې د ترهه ګرۍ عنصر نشته، د قتل مقدمه د شخصي دښمنۍ نتيجه وه نو د ترهه ګرۍ دفعاليت نه شي کولے په شخصي کرکه او جنجال کې پلي شي.
په فيصله کې دغه راز وئيل شوي دي چې بايد واضحه وي چې عدالت دقانون له مخې فيصلې کوي نه دجذبو له مخې، دشاه رخ جتوئي په شمول دټولو تورنو کسانو دبري کولو مقصد دقانون له مخې دبې گناه کسانو دوژنې څخه ژغورل وؤ.

د محکمې د پرېکړې له مخې د ترهګرۍ ضد قانون د ۷ برخې لاندې د تورنو سزا لغوه کېږي.
……………………………

Leave a reply