د  سویس وجهيـ صندق د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د انتقال په اړه غونډه کړې ده 

0
194

د  سویس وجهيـ صندق د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د انتقال په اړه غونډه کړې ده 

دغه د افغانستان د خلکو صندوق په نوم یادیږي، په خپل اساسي قانون کې ویلي چې د شتمنیو ساتنه او پالنه او خلکو ته یې ورکول د دغه صندوق له لومړیتوبونو څخه دي. په ټولیز ډول د افغانستان بانک اووه میلیارده زیرمې کنګل شوې، چې پنځه میلیارده یې په امریکا کې او دوه میلیارده یې په اروپايي هېوادونو او د متحده عربي اماراتو په بانکونو کې ساتل شوې دي.

 

(2022 / 11 / 22    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د سویس د وجهي صندوق د مدیره هیئت په دې وروستیو کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۳.۵ میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د مدیریت په موخه په جنیوا کې غونډه وکړه.

د دوشنبې په ورځ، د سویس د حکومت یوه ویاند، سی ایم اکبر، تایید کړه چې د دې نوي تاسیس شوي فنډ مدیرانو د لومړي ځل لپاره په جینوا کې سره ولیدل.

د افغانستان شتمنۍ چې د ط.البانو تر واکمنۍ وروسته له لاسوهنې وتلې وې، د ۱۴۰۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د امریکا له متحدو ایالتونو څخه سویس ته د ساتنې په موخه ۳.۵ میلیارده ډالر انتقال شول او د سم مدیریت او کارولو لپاره یې څلور کسیز څارونکی بورډ جوړ شو.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت چارواکې الکساندرا بومن، په سویس کې د امریکا سفیر سکاټ میلر، د افغانستان د مرکزي بانک پخوانی رییس او د مالیې پخوانی وزیر انور احدي او د یوه امریکايي پوهنتون استاد شاه محرابي د دغه پلاوي غړي دي.

دغه د افغانستان د خلکو صندوق په نوم یادیږي، په خپل اساسي قانون کې ویلي چې د شتمنیو ساتنه او پالنه او خلکو ته یې ورکول د دغه صندوق له لومړیتوبونو څخه دي.

اړوند موضوعات:

تر اویا زیاتو امریکايي اقتصاد پوهانو لۀ بایډن نه د افغانستان شتمني د آزادېدو غوښتنه کړې ده

په ټولیز ډول د افغانستان بانک اووه میلیارده زیرمې کنګل شوې، چې پنځه میلیارده یې په امریکا کې او دوه میلیارده یې په اروپايي هېوادونو او د متحده عربي اماراتو په بانکونو کې ساتل شوې دي.

Leave a reply