د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود مسکو ته تللی دی   

0
70

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود مسکو ته تللی دی 

تر دې مخکې هم روسیې ته د احمد مسعود د سفر په اړه راپورونه ورکړل شوي وو. روسیې ته د احمد مسعود د وروستي سفر خبر د افغانستان په اړه د مسکو له څلورمې ناستې وروسته، چې د ط.البانو استازو ته پکې بلنه نه وه ورکړل شوې، ترسره شوی.

 

(2022 / 11 / 22    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ځینو خبري سرچینو خبر ورکړی چې د پنجشیر د ولسي پاڅون کوونکو قومندان احمد مسعود په دې وروستیو کې د روسیې پلازمینې مسکو ته رسیدلی دی.

تر دې مخکې هم روسیې ته د احمد مسعود د سفر په اړه راپورونه ورکړل شوي وو. روسیې ته د احمد مسعود د وروستي سفر خبر د افغانستان په اړه د مسکو له څلورمې ناستې وروسته، چې د ط.البانو استازو ته پکې بلنه نه وه ورکړل شوې، ترسره شوی.

اړوند موضوعات:

ذبیح الله مجاهد تائید کړې چې اسماعیل خان او احمد مسعود په تهران کي د اسلامي امارت له پلاوي سره کتلي

تر اوسه معلومه نده چې مسعود به له روسیې سره په کومو موضوعاتو خبرې کوي؛ خو وړاندې تر دې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د مقاومت جبهې په اړه ویلي وو چې د دغې ډلې فعالیتونه، یوازې محازی دي او په حقیقت کې هېڅ فعالیت نلري.

 

Leave a reply