د سکهر او حیدرآباد ترمینځ موټر وې په جوړولو کښې لوی فساد راڅرګند شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سکهر حيدراباد موټروے په منصوبه کښې د دوه اربه روپو نه زيات د کرپشن کيس کښې يو نوے موخ راغلے دے.
د راپورونو له مخې د اداري فساد په تور نیول شوي د ډپټي کمشنر موټر چلوونکي څرګنده کړې چې په درې موټرو کې یې د ساهیوال په میردر کلي کې د ډپټي کمشنر کور ته پیسې رسولې دي.
هغه زياته کړه، په موټرو کې د پوليسو ساتونکي هم ځاى پر ځاى شوي وو، چې د موټر چلوونکي له افشا کېدو وروسته د ډي سي دوه نور پوليس ساتونکي هم نيول شوي دي.
ياده دي وي چي اسسټنټ کمشنر منصور عباسي او ډپټي بينک منيجر تابش شاه د سکهر-حيدر آباد 300 کلوميټره موٽروي منصوبي فنډز کښي د دوه اربه روپو نه زيات کرپشن په مقدمه کښي نامزد شوي دي ولي تر اوسه پوري ګرفتار شوي نه دي۔ په داسې حال کې چې اصلي تورن منصور عباسي او اسلم پيرزاده امنيتي بانډ ورکړى دى.
………………………..






