د پوځ سرلښکر د پاکستان د سمندري ځواکونو او د پاکستان د هوايي ځواکونو هيډکوارټر الوداعي ليدنه کړې ده

0
185

باغی ټي وی رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستان د سمندري او هوايي ځواکونو د مرکزي دفترونو الوداعي دوره کړې ده.

د پاك سمندري ځواك لخوا په نېول هيډكوارټرز كښې د پوځ مشر ته د ګارډ آف آنر وركړې شو٬ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د نېول هيډ كوارټرز پرنسپل سټاف افسرانو سره ملاقات وكړو۔
د پوځ سرلښکر د پاکستان د هوايي ځواک مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سیدو سره هم لیدلي دي.

د دې نه علاوه د آرمي چيف د راولپنډۍ کور هيډکوارټر هم دوره وکړه او د شهيدانو په يادګار باندې يې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د کور کمانډر راولپنډۍ ليفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا د آرمي چيف په راتګ هرکلے وکړو.
………………………

Leave a reply