وفاقی وزیرداخله رانا ثناالله وایی چې سمري که راشي او که نه خو په دوه ورځې کښې به د فوځ سرلښکر ټاکنې عمل بشپړه شي

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د آرمي چيف د تقررۍ په اړه سمري راشي او که نه راځي د تقرر عمل به يوه يا دوه ورځو کښې مکمل شي خو سمري به په هر صورت راځي۔
د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې رانا ثناالله وويل چې د پوځ د مشر د ټاکلو نوټيفيکيشن به روانه اونۍ جاري شي.
ده ووئيل چې عمران خان د نومبر د 26مې جلسې سره په تقرر اثر كول غواړي خو وروستې هڅه به يې هم ناکامه شي۔ یو نوم به وروستی شي، چې د سیاسي او پوځي مشرتابه له خوا به پرې موافقه وشي.
د نواز شريف د اروپائي هېوادونو ته د تګ او هېواد ته د نه ستنېدو په اړه د پوښتنې په ځواب کې رانا ثناالله وويل چې نواز شريف به په راتلونکو انتخاباتو کې د مسلم ليګ (ن) د انتخابي کمپاين مشري کوي.
ده ووئيل شريف كورنۍ له بېلا بېلو پېښو سره مخ شوې ده، كه يې كوم ملګري ته د تلو منصوبه جوړه كړې وي، نو دا بايد اسراف ونه ګڼل شي.





