د سندهه صوبایی وزیر شرجیل میمن په عمران خان نیوکه کړې، هغه وایی چې عمران د توشه خانه سره د جیب غلو په شان کار وکړو

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن وايي، عمران خان په توشه خانه کې د جیبکار په توګه کار کاوه.

شرجیل میمن غوښتنه وکړه چې له توشه خانې څخه د اخیستل شویو ساعتونو د خرڅلاو پلټنو لپاره دې یوه جے آی ټي جوړه شي.
خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې نن هم نېب او اېف آئي اے عمران خان ته ریلیف وركوي ولې دوي ته څه نه ويل د سوال نښه ده٬ څه وجه ده چې عمران خان ته څوک لاس نه وركوي۔

شرجیل میمن دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا د پنجاب اعلی وزیر یو ځل هم ویلي چې د ایف آی آر لپاره ورکړل شوي نومونه سم دي؟
دا خبره د یادونې ده چې د توشه خانه څخه د ساعت او یو شمیر نورې ډالۍ خرڅولو پس عمران خان په ټولنیزو رسنیو له عام اولس او سیاسي او مخالف سیاسی ګوندونو له لوري د سختو نیوکو سره مخ دي او وایی چې د ملیاردونو روپیو ډالۍ ی په یو څو روپیو خرڅې کړلې.
…………………………………ږ

Leave a reply