اوګرا د ګيس په نرخ کښي 96 سلنه زیاتوالي کولو درخواست باندي خپله فيصله محفوظه کړي ده
باغی ټي وي رپورټ
اوګرا د روان مالي کال له لومړۍ جولايي څخه د ګازو په اوسط قیمت کې د 96 فیصده زیاتوالي په اړه د سوئي سدرن ګیس کمپنۍ (SSGC) په درخواست د عامه اورېدنې بشپړولو او فیصله محفوظ کړې ده.
د سوئي سدرن په درخواست کښې د ګيس په اوسط نرخ کښې د ورځې 692 روپۍ 93 پيسې نه 1360 روپۍ في ايم بي ټي ته زياتې شوې دې۔
د سوئي سدرن ګیس کمپنۍ د روان مالي کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه د ګازو په اوسط قیمت کې د ۶۹۲ روپۍ ۹۳ پیسو څخه ۱۳۶۰ روپۍ فی ایم ایم بي ټی یو ته د اوسط نرخ ۶۶۷ روپۍ ۴۴ پیسې زیاتولو غوښتنه کړې وه.
د اوګرا وياند له مخې په کراچۍ کې شوې عوامي اورېدنه کې د کراچۍ چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري او ټيکسټائل پروسسنګ ملز پشمول ټول سټېک هولډران رابلل شوي وو.
د ترجمان له مخې د سوئي سدرن اپلیکیشن د روان مالي کال لپاره د 184 ارب 88 کروړه روپو خساره ښودلې چې پکې د تیر مالي کال 33 ارب 78 کروړه روپۍ خساره هم شامله ده.
……………………….