نن د پاکستان په سټاک ایکسچینج کښې ګډ رجحان لیدل شوې، په هیواد کښې سره زر هم ګران شوي دي

0
183

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سټاک ایکسچینج کښې نن د کاروباري ورځې په مهال د کاروبار ګډ رجحان لیدل شوی دی.

100 انډیکس په 42761 کې بند شو، په بازار کې د 13.29 ملیون ونډو کاروبار وشو، د ونډو بازار کې د کاروبار ارزښت 4.57 اربه روپۍ و.
دا خبره د یادونې ده چې نن په هیواد کښې د يو تولې سرو زرو بيعه لوړه شوې ده.

د يو توله سره زر په بيه کې د ۴۰۰ روپو په زياتوالي سره ۱۵۸۵۰۰ روپۍ او د ۱۰ ګرامو سره زر د ۳۴۳ روپو په زياتوالي سره ۱۳۵,۸۸۸ روپۍ ته رسېدلې ده.

په نړيوال تبادله کې د يوانس سرو زرو بيه له ١١ ډالرو څخه ١٧٤٠ ډالرو ته راټيټه شوې ده.

Leave a reply